د ښکلا، سرسبزۍ او شین والي نوی هڅه ..!!

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۵۱
5

د ښکلا، سرسبزۍ او شین والي نوی هڅه ..!!

په هډې فارم کې د سرسبزۍ او ښکلا په موخه د کلوب ، رسټورانټ ، عمومي سړک په سر د ۵۵ خرما بوټو د‌ کرنې چارې پېل شوی چې د‌ نن ورځې تر پايه به بشپړ شي .

دا کرنه د چاپېریال ښکلا، شین والي او د هډې فارم د زرغونتیا په هدف ترسره کېږي .

یاد بوټي له هغه خرما باغ څخه انتقال شوي چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د جوړېدو پر مهال ډېر نږدې سره کرل شوي وو‌« واټن / فاصله يې ډېره کمه وه ».

ددغو بوټو انتقال نه یوازې دا چې عمومي سړک ته ښکلا ، شین والی ورکوي په ورته وخت کې به هوا ورسره پاکه شي ، بلکې د هډې فارم ۴۰ جریبه خرما بڼ، چې دا مهال شاوخوا ۲۷۰۰ بوټي لري، به هم ورسره تنظیم شي او د حاصل کچه به یې لوړه شي.

همداراز، د هډې فارم امر قاري بشیر احمد «مومن » وايي ، چې په راتلونکې هفته کې د لس جریبه نوې ځمکې په برابرېدو سره ، یو نوی خرما باغ هم جوړوي ، چې پکې به شاوخوا ۴۰۰ نوي خرما بوټي کښېنول شي.

دا چاره د خرما د تولید د پراخېدو او اقتصادي ودې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

په دې مهمه کرنیزه پروسه کې د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي سید محمد نعیم "محمدي"، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله "معروف"، د هډې فارم آمر قاري بشیر احمد "مومن"، د ټولي محافظ قومندان مولوي سید محمد "مومن"، د ياد فارم زراعت عمومي مدیر انجنیر قیس الله، د خرما بڼ مسؤل مدیر عبدالقیوم اطرافی او یو شمېر نورو تخنیکي او اداري مسؤلینو ګډون کړی و.

باید وویل شي ، اوس مهال د هډې فارم په دوهم بلاک کې په ۶۵ جریبه ځمکې دوه خرما باغونه شته چې له جملې يې له ۴۰ جریبه خرما باغ څخه هر کال پرېمانه د خرما حاصل راټولیږي او پلور ته وړاندې کيږي ، چې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د عوایدو په لوړوالي او هېوادوالو ته کورنۍ خرما وړاندې کولو کې ستر رول لري.

#مطبوعات .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS