په ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي هیله – درېیم فارم کې غنم ښې ودې ته رسېدلي

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
55

په ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي هیله – درېیم فارم کې غنم ښې ودې ته رسېدلي

 دننګرهار وادي کرنيز شرکت په څلور ګونو فارمونو کې په تېر ۱۴۰۳ کال چې رفع حاصل يې په روان ۱۴۰۴ کې ترلاسه کېږي په څه د پاسه ۱۵۰۰ جريبه ځمکې غنم کښت شوي ، همدا رنګه ياد ا شرکت د درېیم فارم په ۲۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه کې د غنمو کرنه کړې چې سږکال له دې کرنې څخه د لوړو حاصلاتو تمه کېږي.

ددغه‌ ا شرکت اجراييوي رئيس سېد محمد نعيم «محمدي»نن د یاد فارم د غنمو له کښت څخه لیدنه وکړه او د غنمو د ودې بهیر یې له نږدې وکوت.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت مسوولین وايي، کرل شوي غنم ښې ودې ته رسېدلي او د اقليمي شرایطو او وخت پر مهال کرنې ته په کتو سره سږنی حاصل به د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ولري « که کوم طبيعي افت نه و »

دوي زياتوي، د غنمو د کښت دا بهیر د سیمې کرنیزې پراختیا لپاره یو مهم ګام دی، او هيله لري چې‌ د غنمو کښت به د‌ وطنوالو د غنمو اړتيا تر ډېره بريده پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS