دننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ښکلاوې، ممکن لتاسو ناليدلې پاتې وي .

gharibmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۴
۲

دننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ښکلاوې، ممکن لتاسو ناليدلې پاتې وي .

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت بلها ښکلی سیمي ، منظرې او د لېدلو وړ ځایونه لري ، دغه ښکلی سیمي د جلال اباد ښار نه په ډېره کم واټن کې پرتې دي، چې په دا وروستیو څو کلونو کې حیرانوونکې وده کړې .

ښه بېلګه يې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د درېيم فارم « بټي کوټ ولسوالۍ / فارم غازي اباد » مالټه باغونه دي ، چې هر کال ورته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو نه زرګونه تنه هېوادوال لېدو او مالټه خوراک لپاره راځي .

په دې کې د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو هغه انځورونه او ویډیويي رپوټونو هم خورا ښه رول لوبولی، چې د کانال د مالټه باغونو له بېلابېلو برخو ، ځایونو حتی د هېوادوالو د میلو او بازارونو په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې په پرلپسې توګه خپرې کړي دي .

یو شمېر هېوادوال بیا په دی اند دي چې ...!

ننګرهار کانال خورا ډېرې نالیدلې ښکلاوې لري، خو دا چې تر اوسه یو شمیر هیوادوالو لیدلې نه دي، یوازینی لامل یې دا دی، چې په تېرو کلونو کې ورته تګ اسانه نه و« ګڼې ستونزې موجودی وی »د مثال په توګه لکه د دوهم فارم ځیني سیمې ، دا چې اوس شکر د الله ج دی سوله ده نو یاد فارم ته ګڼ هېوادوال د سېل او تفریح لپاره ورځي .

بله ښکلی خبره داده چې د همدې مالټه باغونو ترڅنګ « بټي کوټ ولسوالۍ » کې مناسب شینوارو او مومندو هوټلونه شته دی « روش يې ځانګړې نوم او ارزښت لري » ، نو ان شاالله هغه ورځ لرې نه ده چې بهرني ګرځندویان به هم ننګرهار کانال ته د سیاحت لپاره رامات شي . « دلته طبعیت سوچه دی او ځانګړې تاریخ لري ».

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ګرځندوي صنعت « سیاحت » ته د یو فرصت په سترګه ګوري، ځکه د لېدو لپاره ګڼ دلایل شته چې یو څو مو وړاندې بیان کړه .

افغان دولت وايي ، بهرنیو سېلانیانو ته د چوپړونو وړاندي کولو لپاره يې ۳۰۰۰ سیاحتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او تمه یې دا ده، چې د افغانستان ګرځندوی صنعت وده وکړي او د نړیوالو سیلانیانو پام افغانستان ته واړوي.

همدارنګه په دی وروستیو درېیو کلونو کې د افغانستان یوازې څو لوی ښارونه او تاریخي مرکزونه لکه کابل، بامیان، کندهار، مزار شریف، غزني او هرات د بهرنیو سیلانیانو کوربه پاتې شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS