د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت لنډه پېژندنه .!

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت لنډه پېژندنه .!

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت  (ننګرهار کانال پروژه) د افغانستان له مهمو، بنسټیزو او حیاتي کرنیزو، اقتصادي او ټولنیزو پروژو څخه ګڼل کېږي.

 د یادې سترې پروژې ساختماني چارې نږدې شپږ لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد له لوري د ۱۳۴۲ هـ ش کال په اوږدو کې عملاً پېل شوی.

یاده پروژه د کرنې په برخه کې د هېواد د پرمختګ یوه مهمه ستنه بلل کېږي.

 ننګرهار کانال د کابل له سیند څخه سرچینه اخلي، د لوی نهر ټولیز اوږدوالی یې نږدې ۷۱ کیلومتره دی، او د اوبو لېږد ظرفیت یې په هره ثانیه کې ۵۰ متر مکعبه ته رسېږي.

د اوبو دغه کانال د ۳۱۰۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې له دې ډلې نږدې ۱۲ زره هکټاره دولتي او ۲۵ زره هکټاره شخصي ځمکې دي، ددې کانال له برکته زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبېږي.

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اوبو دغه ستر لوی نهر د سره رود، بهسود، رودات، بټي کوټ، غني خېل او مهمندرو ولسوالیو ته غزېدلی، او د باسول ترکلي پورې سیمې خړوبوي.

یاد ریاست پنځه زراعتي فارمونه لري، چې له ډلې یې اوس څلور میکانیزه زراعتي فارمونه فعال دي. چې ستروس باغونه ، زیتون باغونه ، خرما باغونه او نور لري .

سربېره پر دې، د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت تر چتر لاندې یو شمېر برخې شته چې ځینې يې اوس غېرې فعالې دي .

د زیتون د پروسس فابریکه

د مالدارۍ فارمونه

د ستروسو د سورت او درجه بندۍ فابریکه

د درونټې برېښنا بند

د ترمیماتو ورکشاپ

د نجارۍ او ساختمان څانګې

اکمالاتي ډیپو او د حفظ‌و‌مراقبت څانګه

استوګنیزې قصبې او اداري ودانۍ

که څه هم د وخت په تېرېدو سره ځینې برخې زیانمنې شوې، خو لا هم دا پروژه د هېواد کرنیز او اقتصادي ظرفیتونو د ودې لپاره مهمه پانګه ده.

#مطبوعات .

۷