میکانیزي عمومي مدیریت له‌خوا د څلور ګونو فارمونو اړوند ۲۷ عرادو مختلف النوع کرنیزو ماشینریو اساسي، اوسط او عادي ترمیمات ترسره شوي دي .

gharibmal_admin
Wed, Aug 06 2025 1:35 PM
۵

میکانیزي عمومي مدیریت له‌خوا د څلور ګونو فارمونو اړوند ۲۷ عرادو مختلف النوع کرنیزو ماشینریو اساسي، اوسط او عادي ترمیمات ترسره شوي دي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت میکانیزي عمومي مدیریت له‌خوا د څلور ګونو فارمونو اړوند ۲۷ عرادو مختلف النوع کرنیزو ماشینریو اساسي، اوسط او عادي ترمیمات ترسره شوي دي .

ددې سره په خوا کې یو عراده اسکواټورماشین، شپږ عرادي درمل شیندلو ټانکرونه او یو عراده کمپریسور ماشین هم اوسط او عادي ترمیمات شوي دی «« زراعتي افزار لکه نو پال، یازده پال،دوپال،بغلي او مابیني جوي کشونه،پوله کش او دي ورته په زیات تعداد افزار هم ترمیم شو ي »».

میکانیزي عمومي مدیر انجنير سید اغا میاخېل وایي، دا ترمیمات ددغه مدیریت د فني کارکوونکو او میخانیکانو له‌خوا پر وخت ترسره کېږي او چارې یې هره ورځ په منظم ډول دوام لري.

نوټ : بايد وويل شي ددغو ماشينريو څخه د څلورګونو فارمونو په کروندو او بېلابېلو برخو کې ګټه اخستل کېږي .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS