د زیتون باغونو حاصلاتو زیاتوالي او له امراضو ، مضره حشراتو لکه سیلا څخه خوندي ساتنې په موخه درمل شیندنه روانه ده.

د زیتون باغونو حاصلاتو زیاتوالي او له امراضو ، مضره حشراتو لکه سیلا څخه خوندي ساتنې په موخه درمل شیندنه روانه ده.
دوشنبه : ۹ شوال ۱۴۴۶ ـــ ۱۸ وری ۱۴۰۴ ـــ ۷ اپریل ۲۰۲۵
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د بوټو ساتنې امریت امر انجنیر شمس الرحمن په وینا، ددغه ا شرکت د څلورګونو فارمونو په زیتون باغونو کې د مضره حشراتو لکه سیلا او نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه يې درمل شیندنه روانه کړی ده.
د یادې درمل شیندنې ستره موخه داده چې ، زیتون ونې د آفتونو له تاوانه وژغورل شي، ترڅو په راتلونکي کال کې له دې باغونو څخه د زیتون زیات او سالم حاصل تر لاسه شي.
دغه درمل شیندنه د یاد امریت د مسلکي او په کارپوه انجنیرانو تر نظارت لاندې ترسره کېږي او ټول نباتي معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.