دننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مالي او اداري چارو رئیس د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د شرکت له غرفې لیدنه وکړه
دننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مالي او اداري چارو رئیس د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د شرکت له غرفې لیدنه وکړه
د ا-م-ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ارتي شرکت د مالي او اداري چارو رئیس، محمد اجان راشد، د ا-م-ام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د یاد شرکت له غرفې لیدنه وکړه او اړوندو کارکوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پر مهال د کورنیو او بهرنیو تولیداتو او محصولاتو ستاینه وکړه او دغه ډول ملي او نړیوال نندارتونونه یې د بازارموندنې، د کورنیو تولیداتو د معرفۍ او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د ا-م-ام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د تلې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شوی او ټاکل شوې ده چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.
