د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت لمریز برېښنا سیستم ظرفیت ۳۷ کیلوواټه ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

gharibmal_admin
Mon, Jul 21 2025 12:19 PM
۶۶

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت لمریز برېښنا سیستم ظرفیت ۳۷ کیلوواټه ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د انرژۍ د نوې بدیلې سرچینې په چوکاټ کې، د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت داخل ریاست او ټولو اړوندو دفترونو لپاره ۳۷ کیلوواټه ظرفیت لرونکی عصري لمریز برېښنا سیستم په تخنیکي ډول فعال، نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د کرنیزو چارو ریاست اړوند د لمریزې برېښنا انجنیر ظریف وايي ، یاد سیستم د شرکت د داخلي اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړ شوی، چې له برکته یې د برېښنا د کمښت او نشتوالي اوږدمهاله ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شو.

 د دې سیستم په فعالېدو سره به د ادارې کاري بهیر پرته له خنډه او ځنډه پرمخ ولاړ شي، د کارکوونکو د فعالیت کچه به لوړه، د خدماتو کیفیت به زیات، او د ادارې میکانیزم به لا اغېزمن شي.

انجنیر ظریف په وینا ، څه باندې دوه کاله وړاندې یاد شرکت لپاره لمریز سیستم فعال شوی و، خو د وسایلو او تخنیکي نیمګړتیاوو له امله يې د اړتیاوو پوره کولو توان نه درلود.

خو دا ځل د اړونده لمریزو شیشو، اجناسو او وسایلو د زیاتوالي او تقویې په پایله کې د سیستم ظرفیت ۳۷ کیلوواټه ته لوړ کړل شو، چې د ادارې د انرژۍ اړتیاوې په بشپړ ډول برابروي.

د ننګرهار وادي کرنيزا  شرکت  دا د ادارې د پیاوړتیا، دوامداره خدمت، او د نوې ټېکنالوژۍ د تطبیق په برخه کې یو مهم ګام بولي .

#مطبوعات .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS