اعلان.

gharibmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۱
2

اعلان.

د تدارکاتو قانون ددرې څلويښتمې مادي دويمې فقري سره سم ،ټولو داؤطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې د ا-ما-ر-تي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنيز ا-ما-ر-تي شرکت په پام کې لري د کرنيزيدې ميکانيزې پرزه جاتو او اجناسو قرارداد (سنګر نيازي زراعتي او مالداری خدمتونو شرکت )سره چې (۱۰۸۹۴۶)ګڼې جواز لرونکی او دلغمان مهترلام سلطان غازي بابا ښار ګوټی  کې موقعيت لري تر سره کړي .

د قرارداد لومړنۍ بيه (۲۷۲۵۶۸۰)دو ميليونه اوه سوه پینځه ويشت زره شپږ سوه اتيا افغانۍ ده .  

حقيقي او حکمي اشخاص د هر ډول نيوکو په صورت کې کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمي مادې سره سم خپله نيوکه په ليکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د ملي تدارکاتو محترم کميسيون د (۱۰۱۱)ګڼه او ۱۲/۶/۱۴۴۷ نېټې فېصلي ددوهمي مادي (۶)فقري په پام کې نيولو سره د اعلاناتو د خپريدو له نېټې څخه تر (۵)کاري ورځو پوري د ننګرهار وادي کرنيز ا-ما-ر-تي شرکت تدارکاتو عمومي مديريت ته چې د کابل ـ جلال اباد عمومي سرک ، سرخرود دوسرکه کې موقعيت لري وسپاري .

 داخبرتيا د تړون د لاسليک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوي مودی او د راتلونکو قانوني پړاؤنو تر بشپړېدو پورې تړون نه لاسليک کيږي .  

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS