په دوهم فارم کې د ۱۷۰ زره زیتون قلمو کرلو بهیر بشپړ شو

gharibmal_admin
Mon, Apr 14 2025 2:36 PM
8

په دوهم فارم کې د ۱۷۰ زره زیتون قلمو کرلو بهیر بشپړ شو .

د دوهم فارم په ستره قوریه کې چې پر ۱۵ جریبه ځمکه جوړه شوې، د زیتون د ۱۷۰ زره قلمو د کرلو بهیر په بریالیتوب سره بشپړ شو.

دغه ستره لاسته‌ راوړنه د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د رهبرۍ او په ځانګړي توګه ددغه فارم د امر قاري احمدالله « عرف اجمل » او اړونده مدیرانو د هلو ځلو پایله ده.

یاده قوریه یوازې د زیتون نیالګي نه ، بلکې کلبید، یوکالیپټیس، مورفان، صبر او توت او نور نیالګي هم لري.

دا مهال قوریه ۸ تنه فني کارګران لري چې د نیالګیو د پالنې چارو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

همدارنګه ، د اړونده فارم ترڅنګ موقعیت لرونکی دوه‌ نیم جریبه ښکلی پارک هم د قوریې مدیریت له لوري تر منظمې پالنې لاندې دی.

د دوهم فارم مسوولین زیاتوي چې ، ۱۴۰۳ کال د مني او ۱۴۰۴ کال د پسرلي په موسم کې له همدې قوریې څخه ۴۸۰۰۰ اصله زیتون نیالګي نورو فارمونو ته توزیع شوي دي، چې دا چاره د زیتون کرکېلې د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

تېره ورځ د یاد فارم له سترې قوريي څخه ددغه فارم امر ، د زراعت مدیر او یو شمېر نورو مسؤولینو له نږدې لیدنه وکړه او د روانو چارو د ارزونې ترڅنګ یې د لا زیاتې ودې او پرمختګ هیله څرګنده کړه.

باید وویل شي ، د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت یو له مهمو او ارزښتناکو میکانیزه فارمونو له جملې دوهم فارم دی ، چې ځمکې يې د اګرونومیکی ځانګړتیا له مخې په کال کې د بېلابېلو کښتونو وړتیا لري ، دغه فارم څلور بلاکونه، قوریه ، تخنیک ، پراخه اوبه ، د سیل، تفریح او لیدلو وړ او مناسب ځایونه لري، دغه فارم له جلال اباد ښار څخه په شاوخوا نیم ساعت زماني وآټن کې پروت دی .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS