د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د شينوارو قوم مشرانو ، سپين ږیرو ، ملکانو ، کرنيزو شرکتونو مسوولينو سره ځانګړې ناسته وکړه .

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د شينوارو قوم مشرانو ، سپين ږیرو ، ملکانو ، کرنيزو شرکتونو مسوولينو سره ځانګړې ناسته وکړه .
په دې ناسته کې د اوبو د منظم او عادلانه وېش ترڅنګ، د اړوندو نورو مسایلو په اړه هر اړخيز بحث وشو.
اجراييوي رئيس د حاضرینو ستونزې او غوښتنې په غور واورېدلې او ډاډ يې ورکړ چې د اوبو د وېش او نورو اړوندو چارو په برخه کې به د اصولو او قوانینو په رڼا کې لازم ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده چې د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د اوبو ۷۱ کيلومتره لوی نهر لري چې د همدې نهر په وسیله د څلورو فارمونو، اهاليو، قراردادي کرنيزو شرکتونو او اجاره لرونکو په سلګونو جریبه کرنيزې ځمکې خړوبېږي.
دغه نهر د سيمې د کرنې او زرعت د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره حیاتي حیثیت لري.
#انځور ارشيف