د روداتو ولسوالۍ قومي مشرانو ، مخورو او سپين ږيرو د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت له اجرائیوي رئیس سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۳۹
8

د روداتو ولسوالۍ قومي مشرانو ، مخورو او سپين ږيرو د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت له اجرائیوي رئیس سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د ننګرهار وادي کرنیز ا،مارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، د روداتو ولسوالۍ له قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د روداتو ولسوالۍ د علي محمد خېل ، نته خېل ، ګاسي خېل ، شاد خېل ، حسن خېل مشرانو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د شرکت اجرائیوي رئیس له لوري په غور واورېدل شول.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د مطرح شویو موضوعاتو د حل لپاره به د قانون او اصولو په چوکاټ کې لازم اقدامات ترسره او حل لارې به ورته ولټول شي.

همدارنګه په غونډه کې حاجي نادر، حاجي ګل احمد خان ، حاجي محمد خان ، ضابط کريم ، حاجي سید کريم او یو شمېر نورو مشرانو هم خبرې وکړې او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سېد محمد نعيم محمدي د هڅو، همکارۍ او اغېزمن مدیریت ستاینه يې وکړه.

راغلومشرانو د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت له رهبرۍ سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS