لوړپوړو دولتي چارواکوتېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون فابریکې څخه ليدنه وکړه.

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۱:۵۸
۴

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم «عثماني» د ماليې وزارت مالي معين مولوي عبدالقدير احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت مسلکي معين ډاکتر عبداللطيف نظري، او د اوبو او انرژۍ وزارت معين مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده په ګډون لوړپوړو دولتي چارواکوتېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون فابریکې څخه ليدنه وکړه.

 له دوی سره د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، د کرنیزو او تخنيکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ملتیا کوله. پلاوي د زیتون د تېلو د پروسس، بسته بندۍ او د زیتون اچارو د توليد له ټولو برخو نږدې لیدنه ترسره کړه.

یادو چارواکو تر فابریکې وړاندې د شرکت په مقام کې د مدیره پلاوي په نوبتي ناسته کې هم ګډون وکړ او د فابریکې د تولیداتو، ظرفیت او اړتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د مسؤلینو په وینا، سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ زره لیتره سوچه او معیاري د زیتون تېل او نږدې ۳۵ ټُنه د زیتون اچار د هېوادوالو خدمت ته وړاندې شي..

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS