د ننګرهاروادي کرنیز ا شرکت لوی نهر کې اوبه په پرېمانه ډول روانې دي د اوبو جریان مستحکم شوی .
د ننګرهاروادي کرنیز ا شرکت لوی نهر کې اوبه په پرېمانه ډول روانې دي د اوبو جریان مستحکم شوی .
ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت «ننګرهار کانال پروژه» د هېواد له هغو حیاتي ، مهمو او بنسټیزو اقتصادي، زراعتي او ټولنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په عمومي توګه د ختیځو ولایتونو د کرنیز سکتور د پیاوړتیا ملا ورتړي .
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اوبو د لوی نهر تازه او خوښوونکی وضعیت د ښې راتلونکې زېرې ورکوي، د دغه ستر نهر اوبو عمومي ظرفیت ۵۰ متر مکعبه په ثانیه (50m³/sec) دی، چې د ۳۱ زره هکتارو کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري. دا ځمکې د هېواد د کرنیزې ودې، د بزګرانو د اقتصادي ثبات او د بازار لپاره د کرنیزو حاصلاتو په تولید کې ځانګړی رول لري.
په خوښۍ سره، دا مهال په کانال کې اوبه په پرلهپسې او پرېمانه توګه روانې دي. لکه څنګه چې د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبو د ساتنې او څارنې سرپرست امر مولوي روح الله «روحاني»څرګندوي، همدا اوس شاوخوا ۴۰ متره مکعبه پورته اوبه په ثانیه په نهر کې د څلور ګونو فارمونو ځمکو ته ، کروندو ته ، کرنیزو شرکتونو، اجاره لرونکو ځمکو ته اوکرهڼیزو ځمکو پر لور په منظمه توګه توزیع او بهیېږي .
ښاغلی روحاني زیاتوي : د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت رهبرۍ هڅه کوي ،چې د اوبو مدیریت، د نهر پاک ساتنه او تخنیکي څارنه لا نوره معیاري کړو، ترڅو کروندګر په لومړي سر کې د پوره اوبو له شتون څخه برخمن شي او هېواد کې د کرنیز تولید کچه لوړه شي.
د کرنیزو چارو د کاپوهانو او د نظر د خاوندانو په آند ، دغه پرمختګ نه یوازې د خاورې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې اغېزمن دی، بلکې د خلکو د اقتصاد، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د سیمې د زرغونتیا په برخه کې به مهم بدلونونه رامنځته کړي.
