په درېيم فارم کې د جوارو فصل .

gharibmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۵۷
5

په درېيم فارم کې د جوارو فصل .

ددې فارم په شاوخوا ۴۰۳۰ جریبه ځمکې ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت او هم کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو د جوارو فصل کښت کړې ،چې د ښو حاصلاتو تمه ترې هم شته .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت درېیم فارم د زراعت مدیر، انجنیر عتیق الله، ددغه ا شرکت مطبوعاتو سره د معلوماتو شریکولو  پر مهال وویل ، په درېیم فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په خپلو شاوخوا ۷۰ جریبه ځمکو د جوارو فصل کښت شوی، چې د اټکل له مخې به ترې ۳۰ ټنه حاصل ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه، په درېیم فارم کې پر شاوخوا ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو لخوا هم د جوارو فصل کښت شوې، چې د اټکل له مخې به نږدې ۳۰۰۰ ټنه حاصل راټول شي.

جوار نه یوازې زموږ بدن ته انرژي او پروټین ورکوي، بلکې د هاضمې سیستم غښتلې کوي او وینه روغه ساتي.

دا غله د څارویو خوراک لپاره هم ډېره مهمه ده او د کرنې په برخه کې یې ارزښت زیات دی .

د پلان له مخې، د ۱۴۰۴ کال لپاره به د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په خپلو ۱۵۰۰ جریبه ځمکو کې د خپلو امکاناتو او لګښت په اساس غنم هم وکري.

د شرکت د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې له لارې به د سیمې کرنیز حاصلات لوړ شي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به مهمه برخه ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS