د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره ولیدل.
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره ولیدل.
دا،ا،ا شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، نن په خپل کارځای کې په ننګرهار کې د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رئیس او مرستیال سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي شاه محمود او د اتحادیې مرستیال حاجي اسلامالدین د اوبو د منظم مدیریت او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د پر وخت رسېدو له امله د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت له رهبرۍ مننه وکړه او ترڅنګ یې خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، د اتحادیې د مسؤلینو خبرې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د مطرح شویو موضوعاتو د حل په موخه یې د لازمو اقداماتو ډاډ څرګند کړ.
نوموړي د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د لوی نهر له اوبو څخه برخمنې کرنیزې ځمکې او کروندګر باید د اوبو سم مدیریت او عادلانه استفادې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې ستاسو د اتحادیې رول ډېر مهم او اړین دی، ترڅو اوبه پر وخت ټولو مستحقو کرنیزو شرکتونو او اوسېدونکو ته ورسېږي ».
د یادونې ده چې په دی لېدنه کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت د ریاست مقام دفتر امر قاري احسان الله « ذهان » هم حضور درلود .
د معلوماتو له مخې، سږکال د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې د قراردادي کرنیزو شرکتونو او اجارهلرونکو له لوري پر پراخو ځمکو د مالټو باغونه، غنم، هندواڼې او خټکي کرل شوي، چې د حاصلاتو وضعیت یې د قناعت وړ ښودل کېږي او له امله یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده.
