د ثمرخېلو قوريه کې د پالونيا ګټور بوټي د روزنې او تکثير چارې منظمې روانې دي .
د ثمرخېلو قوريه کې د پالونيا ګټور بوټي د روزنې او تکثير چارې منظمې روانې دي .
ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت د خپلو کرنيزو او نيالګيو روزنيزو فعاليتونو د پراختيا په موخه د هډې فارم ثمرخېلو قوريه او شته فارمونو کې د پالونيا بوټي روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
پالونيا چې له اقتصادي، چاپېريالي او صنعتي پلوه يو ګټور بوټی بلل کېږي، د لرګيو د لوړ کيفيت، چټکې ودې او پراخ استعمال له امله په نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.
د ياد بوټي لومړنی نيالګی ثمرخېلو بوټو قوريه کې د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت محترم اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم محمدي ، د هډې فارم عمومي آمر قاري بشير احمد مؤمن او نورو مسوولينو له لوري په خپلو لاسونو کرل شوی« انځورونو کې ښکاري»، چې د کرنيزو نوښتونو او شنو سيمو پراختيا ته د اجرائيوي رئيس او ادارې د ژمنتيا څرګندونه کوي.
د ثمرخېلو قوريي مسؤل مدير پوپل عليخېل په وينا ، د ثمرخېلو قوريه کې يې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ قلمې د پالونيا بوټي اخيستل شوې دي، چې که اقليمي او طبيعي شرايط ورسره مناسب پاتې شي، نو په راتلونکې کې به د حاصل مرحلې ته ورسېږي.
پالونيا بوټی د فرنيچر جوړونې، لرګي صنعت، سينګاري چارو او يو شمېر نورو صنعتي برخو کې پراخه ګټه لري، چې د کرنې ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري.
