د اسد ۲۴مې د فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت خپل چمتووالی بشپړ کړ .

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۴۰
۳

د اسد ۲۴مې د فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت خپل چمتووالی بشپړ کړ .

 د اسد ۲۴مه، د هېواد د خپلواکۍ او فتحې له تاریخي ورځو څخه، په درناوي او ویاړ لمانځلو ته د چمتووالي په موخه، د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت رياست اړوند انګړ، ودانۍ، دفترونه او شاوخوا دېوالونه ، څلورګوني میکانیزه او نورفارمونه ، زیتون فابریکه  او نور د اسلامي امارت په سپین او سپېڅلي بیرغونو رنګین او ښکلي کړه.

د دې چمتووالي موخه د اسد ۲۴مې د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت د دې تاریخي ورځې درناوی او په ملي ویاړونو کې د شرکت د ونډې څرګندول دي.

د اسد ۲۴مه یوازې یوه نېټه نه ده؛ بلکې د افغانانو د ایمان، استقامت، قربانۍ او نه ماتېدونکې ارادې هغه تاریخي بریا ده چې د اشغال ټولې محاسبې یې له ماتې سره مخ کړې.

دا ورځ د افغان ولس د یووالي، مېړانې او تاریخي عزم یاد تازه کوي؛ هغه عزم چې د هېواد د آزادۍ، عزت او خپلواکۍ لپاره یې بې سارې قربانۍ ورکړې دي.

د فتحې پنځمه کلیزه دې ټولو افغانانو ته مبارک وي!

#د_اسد_۲۴مه

#د_فتحې_پنځمه_کلیزه

#ننګرهار_وادي_کرنیز_ا،م،ارتي_شرکت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS