د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت د ترانسپورت عمومي مدیریت ۷۳ عرادې وسایط لري

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۳۱
6

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت د ترانسپورت عمومي مدیریت ۷۳ عرادې وسایط لري

د ا،م ،ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست تر چتر لاندې د ترانسپورت عمومي مدیریت اوسمهال ۷۳ عرادې لوی او واړه وسایط لري، چې په کې ماشینري، نقلیه او ترانسپورتي وسایط شامل دي. .

د یاد عمومي مدیریت مسؤلین وایي، دغو وسایطو د شرکت د کرنیزو، تخنیکي او پرمختیايي پروژو په منظم او چټک تطبیق کې مهم رول لوبولی او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره ترې اغېزمنه استفاده کېږي.

د ترانسپورت عمومي مدیر قاري نورالله وویل، د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ، ارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سیدمحمد نعیم محمدي او د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان راشد د ځانګړې پاملرنې له امله د ترانسپورت عمومي مدیریت چارې لا ګړندۍ او منظمې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې څو ورځې وړاندې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر نوي نقلیه او ترانسپورتي وسایط هم پېرل شوي، چې له امله به یې د خدماتو د وړاندې کولو بهیر نور هم چټک، منظم او اغېزمن شي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت د ترانسپورتي او تخنیکي امکاناتو پراختیا د کرنیزو فعالیتونو، میکانیزه چارو او بېلابېلو پراختیايي پروژو د ښه مدیریت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS