د ننګرهار وادي کرنیزا،م،ارتي شرکت «ننګرهار کانال» پېژندنې لړۍ د ښوونځیو څخه پیل شوه.

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
1

 چهارشنبه: ۳/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق ـــ ۳۰/۲/۱۴۰۵ هـ.ش

د ننګرهار وادي کرنیزا،م،ارتي شرکت «ننګرهار کانال»  پېژندنې لړۍ د ښوونځیو څخه پیل شوه.

د ننګرهار وادي کرنیزا،م،ارتي شرکت «ننګرهار کانال» د پېژندنې او عامه پوهاوي لړۍ، د یاد ا،م،ارتي شرکت د اجرائیوي رئیس محترم سید محمد نعیم محمدي د لارښوونې او ځانګړې پاملرنې له مخې، د مطبوعاتو او اړیکو عمومي مدیریت له لوري رسماً پیل شوه ..

د دغې لړۍ لومړنی پروګرام د جلال‌آباد ښار اړوند عربانو عالي لېسه کې ترسره شو، چې موخه یې زده‌ کوونکو او ځوان نسل ته د ننګرهار کانال د تاریخي ارزښت، کرنیزو فعالیتونو، اقتصادي اهمیت، د ابیارۍ سیستم، د محصولاتو د پروسس برخې، روانو پرمختیايي پروژو، تولیداتو او نورو مهمو فعالیتونو ورپېژندل دي ..

د پروګرام په پیل کې د عربانو عالي لېسې امر ماسټر سید نصیر «ساحل» وینا وکړه او یاد پروګرام یې د زده ‌کوونکو لپاره خورا مهم او ګټور وباله، نوموړي پر زده‌ کوونکو غږ وکړ چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ کارونه وکړي، د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت «ننګرهار کانال» له فعالیتونو سره ځانونه بلد کړي او ترلاسه کړي معلومات له خپلو کورنیو، دوستانو او همزولو سره هم شریک کړي.

ورپسې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مطبوعاتو او اړیکو عمومي مدیر سیدهمایون غریبمل د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي پیغام زده کوونکو ته واوراوه او د شرکت د بېلابېلو فعالیتونو، کرنیزو خدمتونو، تولیدي او پراختیايي پروژو، د ابیارۍ سیستم، میکانیزه کرنې او د کانال د ارزښت په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت « ننګرهارکانال » یوازې یوه کرنیزه پروژه نه، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، کرنیز ځان‌بسیاینې، د کارموندنې او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا مهم بنسټ او یو کمپلیکس پروژه ګڼل کېږي چې تولیدات او محصولات د هېوادوالو خدمت ته وړاندې کوي، زرګونو کورنیو لپاره یې د کار او عاید زمینه برابره کړې ده ..

په همدې حال کې زده ‌کوونکو د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت فعالیتونه وستایل او د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د کرنې، تولیداتو ، محصولاتو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې د یاد شرکت ونډه ارزښتناکه وبلله ..

د یادونې وړ ده، چې د «ننګرهار کانال» د پېژندنې دغه لړۍ به د ننګرهار ولایت په نورو لېسو ، مدارسو کې هم دوام ومومي، څو ځوان نسل د هېواد له ملي شتمنیو، کرنیزو لاسته راوړنو ، کرنیزو محصولاتو او اقتصادي بنسټونو سره لا زیات بلد شي .

باید وویل شي د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت « ننګرهار کانال » پېژندنې دا لړۍ د ننګرهار معارف ریاست « ښارپوهنې امریت » سره په همغږۍ په رسمي ډول پېل شوه ، په دې لړ کې د ننګرهار پوهنې محترم رئیس شیخ الحدیث شریف «حلیمي» څخه او ښارپوهنې امرمحترم قاري طیب الرحمن سلام زی څخه د زړه له تله مننه کوو .

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS