د وچو لرګیو د مزایدې اعلان
د وچو لرګیو د مزایدې اعلان
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اړوند د څلورګونو فارمونو د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وچو لرګیو د خرڅلاو داوطلبۍ پایله اعلان شوه.
* ښاغلی عزیزالله ولد حاجي وزیرکل د هډې فارم او درېیم فارم د وچو لرګیو داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو، چې فی من لرګي یې د (۴۳) افغانۍ په نرخ اخیستي دي.
* همدارنګه ښاغلی عبادالله ولد عجب خان د دوهم فارم او څلورم فارم د وچو لرګیو داوطلبۍ ګټونکی شوی، چې فی من لرګي یې د (۴۱) افغانۍ په نرخ اخیستي دي.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې د یادې مزایدې نیت ولري، کولای شي د اعلان د نشر له نېټې وروسته تر اوو (۷) کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د فروشاتو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
همدارنګه شرطپاڼه کتلی شئ.
د مزایدې ګډونوالو لپاره لازمه ده چې د هر فارم پر سر (۱,۰۰۰,۰۰۰) یو میلیون افغانۍ موقت تضمین، د نافذه مقرراتو له مخې، د بانکي تضمیناتو حساب ته تحویل کړي.
