دوهم فارم — د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د زرغونتیا سمبول
دوهم فارم — د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د زرغونتیا سمبول
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت تر چتر لاندې «دوهم فارم» د ياد ا شرکت له مهمو، ارزښتناکو او شنو کرنیزو فارمونو څخه شمېرل کېږي.
دا فارم چې نږدې ۲۴۱۸ هکتاره پراخه ځمکه لري، له څلورو بلاکونو څخه جوړ شوی دی، دغه فارم د اوبو دوه سترې ویالې، چې د ۱۶مې او ۱۷مې ویالې په نومونو یادېږي د زرغونتیا اساسي سرچینې دي.
د دوهم فارم د زراعت عمومي مدیر عصمتالله پاڅون وايي، اوس مهال د فارم په دریو بلاکونو کې د زیتون باغونه په پراخه پیمانه ولاړ دي، چې نږدې ۵۷۱ هکتاره ځمکه نیولې ده.
دده په وینا، سږکال د زیتون د حاصلاتو اټکل ۸۵۹ ټنه شوی، او د راټولولو پروسه یې روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دغه فارم د زیتون حاصلات شاوخوا ۳۵۰ ټنه وو، چې سږنې تولید د پام وړ زیاتوالی ښيي.
یاده فارم په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې د ګټې اخیستنې لپاره پرانېستل شو. که څه هم په تېرو کلونو کې یې د ناوړه انقلابي ناسازه حالاتو له امله درنې څپړې خوړلې دي، خو اوس د سولې او ثبات په فضا کې یو ځل بیا د ودې او پرمختګ په لور روان دی.
په دوهم فارم کې د زیتون تر څنګ د شنو مالټو باغونه، ولاړ فصلونه او نور کرنیز تولیدات هم وده کوي، چې نه یوازې د سیمې د بزګرانو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د هېواد د کرنیزې خودکفایۍ په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.
