ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کبان ..!
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کبان ..!
سږکال له نېکه مرغه د کبانو په تولید کې د پام وړ پرمختګ شوی .
سږکال د دې شرکت د کبانو تولید د تېر کال په پرتله زیات شوی، چې ټولټال یې شاوخوا نهه ټنه تازه، ژوندي او لوړکیفیت لرونکي ماهیان تولید او بازار ته وړاندې کړه .
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراييه رئیس سید محمد نعیم « محمدي» وایي چې د کبانو تولید نه یوازې د شرکت د عوایدو یوه مهمه سرچینه ده، بلکې د هېوادوالو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د بېروزګارۍ د کچې د راکمېدو لامل هم ګرځي.
ښاغلي سیدمحمد نعیم محمدي وايي : چې د کبانو د صنعت د پراختیا لپاره به لا ډېر کار وشي، ترڅو دا سکتور په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ځانبساینې او صادراتو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
باید وویل شي ، ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پخپله ځمکه ثمرخېلو ساحه کې د کبانو پروژه لري چې په شاوخوا ۳۷ جریبه ځمکه ۴۷ د کبانو ډنډونه لري چې څلورنوعه ماهیان په کې روزل کېږي.
همدارنګه دغه ا شرکت د کبانو د روزنې، تغذیې او بازارموندنې په برخه کې منظم پلانونه لري او هڅه کوي چې دا صنعت د هېواد د کرنیز اقتصاد یوه پیاوړې برخه وګرځي.
