اعلان
اعلان
موضوع: د تازه ژوندي کبانو د خرڅلاو داوطلبۍ په اړه
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي د غوښې د تولید په موخه روزل شوي شاوخوا (۹) نهه ټنه تازه ژوندي ګراس، چینا او سلور کبان د داوطلبۍ له لارې وپلوري.
ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادو کبانو د اخیستلو نیت لري او لېوالتیا لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر (۱۴)کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د فروشاتو او بازار موندنې آمریت ته وسپاري.
د داوطلبۍ شرطپاڼه د یاد آمریت له دفتر څخه ترلاسه کېدای شي، او تضمین به د مقرراتو سره سم په نقدي ډول د داوطلبۍ په ورځ اخیستل کېږي
