ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خرما باغ د تازه او خوندورو خرماوو د پلور لړۍ په رسمي ډول پرانستنه وکړه.

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۰
7

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خرما باغ د تازه او خوندورو خرماوو د پلور لړۍ په رسمي ډول پرانستنه وکړه.

یاد حاصلات د شفافې او رڼې داوطلبۍ له لارې ښاغلي حبیب الله د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ترلاسه کړه.

له دې وروسته ټول هېوادوال کولای شي د خپلې اړتیا او وس سره سم د یاد باغ څخه تازه او خوندوره خرما ترلاسه کړي. دغه خرما باغ د هډې فارم په سیمه کې(( د هډې فارم تفریحي پارک)) ترڅنګ موقعیت لري.

د خرما د پلور دا پروسه تېر مازدیګر د ننګرهار ولایت د مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د ننګرهار وادي کرنیز اشرکت د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم «محمدي» ، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجنیر ندي الله نیازی او یو شمېر نورو مسوولینو لخوا په رسمي ډول پرانستل شوه.

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت – د هېواد کرنیز بهیر د پیاوړتیا په لار کې یو ملي ګام.

#د خپل وطن محصولات اعلی او معتبر .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS