د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت درېيم فارم کې د زيتونو هيله بخښونکي حاصلات!
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت درېيم فارم کې د زيتونو هيله بخښونکي حاصلات!
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائیوي رئیس سېد محمد نعيم «محمدي » او د کرنيزو چارو رئیس انجینر حکمت الله « معروف» تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د درېيم فارم زيتون باغونو څخه له نږدې ليدنه وکړه.
په دغه فارم کې چې په زياته اندازه مالټه باغونه جوړ شوي په شاوخوا ۲۰۰ هکتاره ځمکه يې زيتون باغونه هم شته دی.
سږکال د ۹۲ هکتاره پلاني زيتون باغونو څخه د لوړ حاصلاتو اټکل شوی دی.
تېرکال د ۱۰۰ هکتاره پلاني زيتون باغونو څخه شاوخوا ۱۵۷ ټنه زيتون حاصلات راټول شوي و.
مسوولين وايي ، د اګروتخنيکي فعالیتونو لکه کيمياوي سرې، شاخبري، نرم کاري، بغلي جوی کشی، او د آفاتو پر ضد درملو تطبیق، د مسلکي ټيم لهخوا په خپل وخت ترسره شوی دی.
د اوبو تنظيم او اوبه خور هم منظم جريان لري.
همداراز د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د رهبرۍ د اغېزمن مديريت له امله، ټول اړين تولیدي عوامل پر وخت برابر شوي، چې له کبله يې که کوم طبيعي افت نه و نو د سږکال حاصلات د تېر کال په پرتله زيات او ډېر هيله بخښونکي دي.
د يادونې وړ ده چې د درېيم فارم په شاوخوا ۳۰۵ جريبه ځمکې باندې تازه زيتون باغونه احداث شوي چې په راتلونکو کلونوکې کې ترې د لا لوړ حاصلاتو د ترلاسه کولو تمه شته دی .
#ننګرهار_ وادي کرنيز ا شرکت #زيتون #کرنه #زرغون_راتلونکی #افغانستان #زيتون_باغونه #اغيزمن_مديريت #کرنيز_پرمختګ.
