د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم «عثماني» په مشرۍ مديره پلاوي غړو ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت رهبرۍ سره خپله نوبتي ناسته ترسره کړه

gharibmal_admin
Sat, Nov 29 2025 11:52 AM
۶۶

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم «عثماني» په مشرۍ مديره پلاوي غړو ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت رهبرۍ سره خپله نوبتي ناسته ترسره کړه

مدیره پلاوي خپله نوبتي ناسته تېره ورځ د ليندۍ میاشتې په شپږمه نېټه د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د ریاست په دفتر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان د ماليې وزارت مالي معين مولوي عبد القدیر احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت مسلکي معين ډاکتر عبدالطیف نظري، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائيوي رئيس سید محمد نعیم محمدي ، ددغه ا شرکت درې واړه رییسانو هر يو مالي او اداري چارو رئيس محمداجان راشد ، کرنيزو چارو رئيس انجنير حکمت الله معروف ، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس مولوي نعمت الله سالک او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

ناستې پر مهال د ګډونوالو له لوري پر بېلابېلو برخو مهمې سپارښتنې، لازمې لارښوونې او رغوونکي نظرونه وړاندې شول.

مسوولینو هیله څرګنده کړه چې دغه سپارښتنې به د شرکت د لا پیاوړتیا، د کرنیزو چارو د معیاري کېدو او د خدمتونو د ښه والي لامل شي.

Latest news

BACK TO NEWS