د پالونیا صنعتي او ځنګلاتي ونو دوامدارې کرنې او شنو سرچینو د پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام

gharibmal_admin
Tue, Jan 06 2026 12:03 PM
22

د پالونیا صنعتي او ځنګلاتي ونو دوامدارې کرنې او شنو سرچینو د پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام

د کرنې ، صنعت ، ځنګلاتي ونو ،  بوټو او شنو سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د درېیم فارم په قوریه کې د پالونیا صنعتي او ځنګلاتي ونو د تکثیر او روزنې چارې په منظم او بریالي ډول روانې دي.

د سږني پلان له مخې، د یاد فارم قوریې لپاره ۵۰۰ د پالونیا ونو تازه د ریښو قلمې پېرودل شوې او په مسلکي او فني معیارونو سره په پلاستیکي کڅوړو کې تېره ورځ کښت شوی « تر څو د فارم د صنعتي اوځنګلاتي ونوظرفیت لوړ او دوامدارې کرنې پراختیا ته زمینه برابره شي».

همداراز، تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم « محمدي» په هلو ځلو د پالونیا مادرسټاک « مورنیو بوټو »  په ډول کرل شوو ونو څخه به سږکال شاوخوا ۵۰۰۰ د رېښو تازه قلمې ترلاسه او د تکثیر په موخه به وکارول شي،

یاده چاره د دوامدارې کرنې او ځنګلاتي ونو د پراختیا په برخه کې یو مهم او بنسټیز پرمختګ بلل کېږي، چې په پایله کې به هېوادوال وکولای شي د دغو صنعتي او ځنګلاتي بوټو له بشپړو او هر اړخیزو ګټو څخه برخمن شي.