د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت نجارۍ فابریکه — له داخلي منابعو څخه د لوړکیفي لرګینو محصولاتو باوري تولید.

gharibmal_admin
Sat, Nov 08 2025 10:54 AM
9

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت نجارۍ فابریکه — له داخلي منابعو څخه د لوړکیفي لرګینو محصولاتو باوري تولید.

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست د ساختمان امریت تر مدیریت لاندې د نجارۍ یوه معیاري فابریکه په واک کې لري.

چې د وطنوالو د اړتیاوو سره سم بېلابېل لرګین مصنوعات تولیدوي او د خلکو خدمت ته یې وړاندې کوي.

له نېکه مرغه، په یادې فابریکې کې ټول کارېدونکي لرګي ددغه ا شرکت اړوند څلورو فارمونو څخه تأمینېږي، چې دا کار د داخلي منابعو په اغېزمنه کارونې، د اقتصاد په پیاوړتیا او د وارداتو په کموالي کې مهمه ونډه لري.

یاده فابریکه دا مهال د کوچونو، چوکیو، مېزونو، الماریو، کوټ‌ بندونو او نورو ګڼو کورنیو اړتیاوو لپاره د لوړکیفي لرګینو توکو تولید ته ځانګړې شوې ده.

د غوره کیفیت، ښکلي ډیزاین او مناسب قیمت له امله د دې محصولاتو غوښتنه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خپلې هڅې روانې ساتي، څو د هېواد لرغوني صنعت « نجارۍ »لا پیاوړې کړي، داخلي تولید ته وده ورکړي او د خلکو اقتصادي اړتیاوې په خپل وخت پوره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS