د تړون ورکړې خبرتیا
د تړون ورکړې خبرتیا
موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اړتیا وړ (۵۷) قلمه زراعتي افزارو او اجناسو د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې مطابق، ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري د (۵۷) قلمه زراعتي افزارو او اجناسو د تهيې او تدارک قرارداد د عمري خروټی تجارتي شرکت سره ترسره کړي.
یاد شرکت د (13542-0101) ګڼې سوداګریز جواز لرونکی دی او اصلي موقعیت یې د کابل ښار په ښار نو سیمه، څلورمه ناحیه کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (3,765,277.29) درې میلیونه اوه سوه شپږ اویا زره دوه سوه اوه اویا اعشاریه نهه ویشت افغانۍ ده.
هر حقیقي او حکمي شخص کولای شي د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، په صورت د نیوکې، خپله ليکلې اعتراضیه د مستند دلیلونو په ضمیمه کولو سره د دې خبرتیا د خپرېدو له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. یاد مدیریت د کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، سرخرود دو سرکه کې موقعیت لري.
دا خبرتیا د تړون د وروستي لاسلیک معنا نه لري، او تر هغې چې پورته ذکر شوې موده پای ته ونه رسېږي او راتلونکې قانوني کړنلارې بشپړې نه شي، تړون به لاسلیک نه شي.
